په تيارو کښې، د وهل خوړلو او د لوږې نه پس مايوسى مسافران په ازمېښت کښې واچوى چې هغوئ ځانونه مړۀ کړى، خو اُميد مسيحى له ډاډګيرنه ورکړى چې زړۀ ونۀ بائلى. مايوسى او شرميله د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړى خو کله چې هغوئ دعا شروع کړى او د خُدائ پاک شکر وکړى نو مسيحى ته هغه د لوظ يوه چابى را په ياد شى کوم چې د هغوئ ټول زنځيرونه او دروازې کولاو کړى. مايوسى د هغوئ ودرولو کوشش کوى خو ناکامه شى. په دعا کښې ناغه مۀ کوئ. هر وخت د خُدائ پاک شکر کوئ. د خُدائ پاک په وعدو يقين ساتئ.

Podden och tillhörande omslagsbild på den här sidan tillhör Pashto Radio. Innehållet i podden är skapat av Pashto Radio och inte av, eller tillsammans med, Poddtoppen.