يو ځل بيا هغوئ لاپرواه سره ملاو شى او په سختئ سره د هغۀ ازمېښت کوى او دا معلومه کړى چې هغه اوس هم په خپل کارونو باور کوى او هېڅ کله يې هم په مسيح باندې باور نۀ دے کړے او هغه د خُدائ پاک ويره کوم چې د ګناه د سزا په وجه پېدا کيږى، هغه د توبې خوا ته بيا بوتلے شى. اُميدوار بيا د وروستو کېدو دليلونه بيانوى. د دې مطلب د زړۀ په مکمل توګه نۀ بدلېدل، د انسان ويره، غرور او د عدالت لاپرواهى کول دى. اُميدوار د خلقو د وروستو کېدو د قدمونو په حقله خبرې کوى. مونږ دې يوازې په مسيح باور لرو. د خُدائ پاک ويره د حکمت شروع ده. وروستو کېدونکى په خپله مرضۍ روان وى.

Podden och tillhörande omslagsbild på den här sidan tillhör Pashto Radio. Innehållet i podden är skapat av Pashto Radio och inte av, eller tillsammans med, Poddtoppen.