SBS Pashto - اس بي اس پښتو
Avsnitt

د اسټرالیا د بشردوستانه ویزو پروګرام؛ د افغان پناه غوښتونکو لپاره څه فرصتونه او ننګونې شته؟

Dela

د اسټرالیا حکومت د بشردوستانه ویزو کلنی شمېر ۲۰ زره پر خپل ځای ساتلی دی. په داسې حال کې چې زرګونه کسان د بشردوستانه ویزو او د کورنیو د یوځای کېدو د پروګرامونو له لارې اسټرالیا ته د راتګ هیله لري، ډېری غوښتونکي لا هم د خپلو دوسیو د ارزونې او وروستۍ پرېکړې په تمه دي. اس بي اس پښتو په همدې اړه د مهاجرتي چارو له کارپوه او وکیل ډاکټر نذیر داور سره مرکه کړې ده. نوموړي په دې مرکه کې د بشردوستانه ویزو د پروګرام، د غوښتنلیکونو د ارزونې د بهیر، د افغانانو د دوسیو د وضعیت په هکله خبرې کړې دي.

#sbsaudiopodcast

Podden och tillhörande omslagsbild på den här sidan tillhör SBS. Innehållet i podden är skapat av SBS och inte av, eller tillsammans med, Poddtoppen.