هغه د خپلو معایناتو لپاره ځي، او اوس د شپږو میاشتو امیندواره ده، هغه احساس کوي چې ماشوم يې لغتې وهي. زړه بدي يې له منځه تللی، خو پښې یې پړسېدلې او ملا یې نوره هم درد کوي. هغه د خپلو پښو په وریدونو کې پړسوب او برېښ لري. هغه د معدې د تیزابیت ستونزه هم لري. قابله هغې ته لارښوونه کوي چې څنګه د دې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړي، هغه خپلې پښې باید له ځمکې څخه پورته وساتي، ورته چاپي یا ماساژ ورکړي، او یو څه ساده ګولۍ ګانې ورکوي. کله چې ماشوم وده کوي نو په بدن کې بدلون راځي آرام وکړئ او خپلې پښې پورته ونيسئ! خپلې پښې او ملا ماساژ (چاپي) کړئ Rss