عاجزي د خپل ځان په اړه د سم نظر درلودل دي، نه ډیر لوړ او نه ډیر ټیټ، بلکې داسې ووایو چې "زه چې هرڅه یم هغه د خدای په فضل سره یم". دا په دې معنی چې د خپلو ګناهونو په حقله صادق اوسئ، په ښکاره توګه اقرار وکړئ او هغه بس کړئ. عاجزي د پټولو لپاره هیڅ شی نلري او د ملامتۍ د شرم څخه پاک وي، او د ګناه څخه هم پاک وي. څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوي نو کامیاب به نه شي خو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلي نو په هغه به رحم وشي. په خپلو ګناهونو پرده مه اچوئ په خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او هغه بس کړئ له ملامتۍ، شرم او ګناه څخه خلاصون

Podden och tillhörande omslagsbild på den här sidan tillhör Pashto Radio. Innehållet i podden är skapat av Pashto Radio och inte av, eller tillsammans med, Poddtoppen.